هود ۸۴

وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ وَلَا تَنْقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ إِنِّي أَرَاكُمْ بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُحِيطٍ

اولیږلی وو مونږ مدین ته رور دهغوی شعیب علیه السلام اوئیل ده ای قومه ځما بندگی خاص کړئ اللّه تعالٰی لره نیشته تاسولره هیڅ حق دار دبندگئ‌ سیوا دهغه نه او مه کموئ پیمانه او تله یقیناً زه وینم تاسولره په مالدارئ‌ کښی اویقیناً زه ویریږم په تاسوباندی دعذاب دورځی راگیروونکی نه -

دا شپږمه واقعه ده چه دلیل نقلی دی په اوله دعوه ددی سورة باندی - یعنی شعیب علیه السلام بیان کړه یوه مسئله د توحید اومنع کړی ئی وؤ قوم لره دخیانت دمالونو نه (إِنِّي أَرَاكُمْ بِخَيْرٍ) یعنی مالداری او فراخی دزرق (يَوْمٍ مُحِيطٍ) دا محیط اصل کښی صفت دعذاب دی لیکن ده باندی زیر دی دوجی دنزدیکت دیوم نه چه دی ته جرللجوار وائی - په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه شرک کول او پیمانه او تول کښی نقصان کول سببونه دعذاب دی

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل