هود ۸۲

فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ

پس هرکله چه راغی عذاب زمونږ اوگرځوو مونږ بره طرف دکلو لاندی دهغی او را اوورولو مونږپه دوی باندی کانړی دپخو شوؤ نه پرله پسی -

(أَمْرُنَا) مراد ددی نه وخت دعذاب یا نفس عذاب دی (وَأَمْطَرْنَا) واؤ ترتیب نه فائده کوی - نوکیدی شی چه کانړی ورول مخکښی وی او الټه اړول دکلو روستووی یا اړول دکلو مخکښی وی اوبیا باران دکانړووی او اللّه تعالٰی قادردی چه کانړی ئی د اړولونه روستو ورولی وی لکه چه (وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ) کښی دیته اشاره ده (سِجِّيلٍ ) خټه چه پخه کړی شی په اورکښی په دی کښی اشاره وه چه په دی عذاب کښی ماده داور ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل