قَالُوا يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَنْ يَصِلُوا إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلَّا امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ
دوئ (ملائکو) اوئیل ای لوط علیه السلام یقیناً مونږ رالیږلی ملائک یو ستا درب هرگزنشی رسیدلی دوئ تاته (په ضررسره) نو بوځه کورنئ خپله په ټکړه دشپه کښی اوشاته دی نه گوری ستاسو نه هیڅ څوک سیوا دښځی ستانه یقیناً دوی ته به رسی هغه عذاب چه دی قوم ته رسیږی یقیناً نیټه دعذاب ددوی وخت دصبادی آیا نه دی صبا نزدی -
(لَنْ يَصِلُوا إِلَيْكَ) اشاره وه چه زمونږغم مه کوه مونږ خو ملائک یو مونږته هیڅ ضرر نشی راکولی لیکن تاته تکلیف هم نشی درکولی اوپه دغه وخت کښی جبریل وزر دهغوی په سترگو باندی راښکلو نوسترگی ئی ړندی شوی لکه په سورة قمر (۳۷) کښی دی (وَلَا يَلْتَفِتْ) یعنی دمال او سامان وغیره پرواه دی نه کوی (إِلَّا امْرَأَتَكَ) دا استثناء ده د (بِأَهْلِكَ) نه یعنی دامه بوځه اوپه دی ښځی باندی عذاب راتلل دوجی دشرک دهغی نه وؤ معلومه شوه چه هغه قوم کښی شرک هم وؤ (أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ) یعنی لوط علیه السلام اوئیل زه غواړم چه دوی دی زر هلاک شی نوجواب اوشو چه صباخونزدی دی کنه -