هود ۳۲

قَالُوا يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ

اوئیل دوی ای نوح علیه السلام یقیناً جگره اوکړه تاځمونږسره پس زیات دی کړه جگړه ځمونږ پس راوړه هغی شی چه ویره وی ته مونږه په هغی که ئی ته درشتینونه -

طعن دی دمنکرینوطرف نه په نوح علیه السلام باندی چه دهغه د نصیحت خبروکولوته دوی جگړه اوئیل یعنی ته جگړه مار ئی لکه چه اوس په حق پرستوداطعن لگولی کیږی چه دوی شریان او جگړمار دی یامراد دجدال نه اثبات دتوحید او رسالت دی په دلیلونوسره اوجوابونه دشبهاتودی اوشربینی په سراج المنیرکښی وئیلی دی چه داطریقه دانبیاء علیهم السلام ده اوتقلید او جهل کسب دکافرانودی - او مَا تَعِدُنَا، په ۲۶ کښی تیرشویدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل