وَلَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلَا أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَنْ يُؤْتِيَهُمُ اللَّهُ خَيْرًا اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنْفُسِهِمْ إِنِّي إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ
اونه وایم زه تاسوته چه زما سره اختیاردخزانو د اللّه تعالٰی دی اونه پوهیږم زه په غیب باندی اونه وایم چه زه ملک یم اونه وایم په باره دهغه کسانو کښی چه سپک ئی گنړی سترگی ستاسو چه هیچ چیری به ورنه کړی اللّه تعالٰی دوی ته څه خیر اللّه تعالٰی ښه پوهیږی په هغه څه چه په زړونو ددوی کښی دی یقیناً زه به په دغه وخت کښی خامخا دظالمانونه یم -
په دی آیت کښی جوابونه دی دڅلورو اعتراضونو دمنکرینوچه تفصیل دهغی په سورة انعام (۵۰) کښی آیت کښی تیرشوی دی (بِمَا فِي أَنْفُسِهِمْ) اشاره ده چه دوی په هغه مؤمنانوباندی د منافقت گمان کوؤ لکه چه بَادِيَ الرَّأْيِ، کښی دیته اشاره ده (لَمِنَ الظَّالِمِينَ) دارنگ ذکرپه سورة انعام (۵۲) کښی تیرشوی دی -