الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ
داهغه کسان دی چه منع کوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه اولټوی په هغی کښی کږلیچ اودوئ دآخرت نه هم انکارکوونکی دی -
دی آیت کښی دری صفات دظالمانو دی ( يَصُدُّونَ) اشاره ده چه دوی متعدی کافر دی (سَبِيلِ اللَّهِ) توحید او قرآن اوسنت دی (وَيَبْغُونَهَا) ضمیرسبیل ته راجع دی ځکه چه هغه مذکراومؤنث دواړه ذکرکیږی (عِوَجًا) مراد ددی نه شکونه اچول دی په زړونو دخلقو کښی په باره دتوحید کښی او (يَبْغُونَهَا) کښی اشاره ده چه سَبِيلِ اللَّهِ، کښی کوږوالی نیشته لیکن په ظالمان په ضد سره په هغی کښی کوږوالی جوړوی ددی دپاره چه نور خلق ترینه واړئ او داسی په سورة اعراف (۴۵) اوسورة العمران (۹۹) کښی ذکر دی -