هود ۱۸

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أُولَئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَى رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى رَبِّهِمْ أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ

اوڅوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ دغه کسان پیش به کړی شی رب خپل ته اواوبه وائی گواهی ورکوونکی چه داهغه خلق دی چه دروغ ئی وئیلی وو په رب خپل خبردار لعنت د اللّه تعالٰی دی په ظالمانو خلقو -

دی آیت کښی ویره دعذاب اخروی ده مشرکینوته اومتعلق دی د (لَا يُؤْمِنُونَ) سره (افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) په نسبت دشریک او ولد اللّه تعالٰی ته اوپه انکاردرسول اوقرآن سره (يُعْرَضُونَ عَلَى رَبِّهِمْ) عرض خود ټولو خلقو دی لکه سورة کهف (۴۸) کښی لیکن دلته مراد عرض دی دپاره دشرمنده کولو (الْأَشْهَادُ) دغه اشهاد ذکردی په سورة نساء‌ (۴۱) اوسورة نحل (۸۹) اسورة نور (۲۴) اوسورة یٰس (۶۵) اوحم سجده (۲۰) اوسورة ق (۲۱) اوسورة بقره (۱۴۳) کښی (وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ) مراد ددی نه ملائیک او پیغمبران اومؤحدین ددی امت او اندامونه دبدن دی ځکه ئی جمع ذکرکړی ده (كَذَبُوا عَلَى رَبِّهِمْ) یعنی شرک ئی کوؤ او اللّه تعالٰی ته ئی نسبت کوؤ دجائزکولو دهغی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل