هود ۱۲

فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَضَائِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَنْ يَقُولُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ إِنَّمَا أَنْتَ نَذِيرٌ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ

پس آیاته پریخودنکی ئی بعضی دهغی چه وحی کړی شوی ده تاته (مسئله دتوحید) اوآیا تنگیږی په دی سره سینه ستا ددی وجی نه چه دوی وائی ولی نه شی نازلیدلی په ده باندی خزانه یا ولی نه گرځی دده سره ملک یقیناً ته ویره ورکوونکی ئی او اللّه تعالٰی دهرڅیزذمه وار دی -

په دی آیت کښی دریمه دعوه دسورة ده چه هغه تشجیع ده په بیان د توحید باندی یعنی که دا مشرکان په تااعتراضونه کوی نودهغی دوجی نه دی ستا زړه تنگ نشی اوبیان دتوحید پری نږدی (فَلَعَلَّكَ) په دی ځای کښی دپاره داستهفام انکاری دی یعنی ( ای نبی ﷺ ته پریخودونکی نه ئی) (فَلَعَلَّكَ) فا تفریع ده په څلورو حالات تیرشوو باندی سحروئیل، استهزاء کول، ناشکری کول، فخراوتکبرکول، داپه اکثرواوقاتوکښی سبب اوگرځی دپاره دمداهنت د مبلغ نوپه دی آیت کښی دهغه نه منع اوکړله (وَضَائِقٌ) داعطف دسبب دی په مسبب باندی یعنی تنگیدل سبب وی دپاره دپریخودلو دحق (كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ) دا دوه قوتونوته اشاره ده اول قوت ظاهری اودوهم قوت باطنی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل