وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ
اوبخنه غواړئ درب دخپل نه او توبه اوباسئ هغه ته نودربه کړی تاسوته مزی ښائسته ترنیټی مقررپوری اووربه کړی هرغوره عمل والا ته غوره جزا دهغه اوکه تاسو مخ واړؤ پس یقیناً زه ویریږم په تاسوباندی دعذاب دورځی لوی نه -
دوهم داچه استغفار مطلب دادی چه مخکښی کوم کفراوشرک ئی کړی دی نودهغی نه بخنه اوغواړی - نوتوبه داده چه اللّه تعالٰی ته ورورگرځئ په طاعت اوپه توحید سره اوددی دوه فائدی ئی ذکرکړی دی یو (مَتَاعًا حَسَنًا) چه هغه اطمینان د ژوند دی اودهغی تفصیل په سورة نوح (۱۲،۱۱) کښی دی اودوهم (وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ) یعنی خاوند د ښائسته عمل ته زیاته جزا ورکول چه هغه جنت دی (وَإِنْ تَوَلَّوْا) دترغیب نه روستو تخویف دی -