هود ۲

أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ

چه مه کوئ بندگی دهیچ چا سیواد اللّه تعالٰی نه یقیناً زه ستاسو دپاره دطرف دهغه نه ویره درکوونکی او زیری درکوونکی یم -

دی آیت کښی اوله دعویٰ دسورة ده چه اللّه تعالٰی سره بندگئ‌ کښی شریک مه جوړوئ اوورسره صدق رسول دی (أَلَّا تَعْبُدُوا) دامفعول له د أُحْكِمَتْ او فُصِّلَتْ دی په تقدیر دلام سره لئلاتعبدوا او دا دلیل دی چه اصل مقصد دقرآن رد دشرک دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل