إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
یقیناً مؤمنان هغه کسان دی چه کله یادکړی شی اللّه تعالٰی او ویریږئ زړونه ددوی اوکله چه لوستلی کیږی په دوی باندی آیتونه دهغه نوزیاتوی ایمان ددوی اوخاص خپل رب باندی ځان سپاری دوی -
په دی آیتونوکښی ذکردصفات دمجاهدینو دی چه ددی اول مصداق صحابه کرام وؤ اودا پنځه صفات دی اول دری صفات عبادت قلبی دی اوڅلورم عبادت بدنی دی اوپنځم عبادت مالی دی - سوال: په دی آیت کښی فرمائیلی دی چه په وخت دذکرد اللّه تعالٰی زړونه رپیږی اوسورة رعد کی فرمائیلی دی په آیت (۲۸) کښی چه په ذکر د اللّه تعالٰی سره اطمینان د زړه حاصلیږی نوپه دی کښی څه تطبیق دی؟ جواب دادی چه ویریدل دزړونو په هغه وخت کښی دی چه ذکر شی عذابونه د اللّه تعالٰی اواطمینان دزړونوپه هغه وخت کښی دی چه ذکرشی ثوابونه د اللّه تعالٰی (زَادَتْهُمْ إِيمَانًا) ابن قیم بدائع الفواید کښی وئیلی دی چه ایمان دوه قسمه دی یوایمان مطلق دی چه هغه صرف یقین دزړه دی په هغی کښی زیاتوالی یانقصان راتلل اختلافی مسئله ده صحیح داده چه په هغی کښی زیادت اونقصان راځی - اودوهم ایمان مقید دی یقین سره دعمل نوپه هغی کښی زیاتی کمی راتلل په سبب دزیاتوالی دعلم اودنقصان دعمل اتفاقی خبره ده لیکن څوک دهغی نه په زیادت سره تعبیرکوی اوڅوک په پوخ والی سره تعبیرکوی او داسی په سورة توبه (۱۲۴) کښی هم دی (يَتَوَكَّلُونَ) په توکل کښی رجا (امید ساتل) اوپناهی طلب کول اوحاجات غوښتل اورغبت کول ټول داخل دی چه دا خاص دی د اللّه تعالٰی پوری (ابن کثیر) اودا دری واړه صفتونه قلبی دی اوروستو دوه صفتونه عملی ظاهری دی - ظاهر داده چه په دی آیت کښی دوهم قسم ایمان مراد دی -