بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ قُلِ الْأَنْفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
تپوس کوی دوی ستانه په باره دغنیمتونوکښی ته اوایه (اختیار) دغنیمتونو اللّه تعالٰی او اورسول لره دی پس ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه اوجوړساتئ تعلق دمینځ خپل اوتابعداری کوئ د اللّه تعالٰی او درسول دهغه ځکه چه تاسو مؤمنان ئی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره دادی چه مخکښی سورة کښی تشجیع وه په بیان دمسئلی سره په ژبه باندی اوپه دی سورة کښی ترغیب دی قتال ته دپاره داشاعت دمسئلی دتوحید -
دوه دی اوله داچه په غنیمتونوکښی خپل اختیار مه چلوئ بلکه د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ دحکم موافق ئی تقسیموی په (۱) او په (۴۱) کښی - دوهمه دعویٰ امر دی په قتال فی سبیل اللّه سره -
په دی سورة کښی دیارلس علتونه دی داولی دعویٰ دپاره او دیارلس قوانین دی ددوهمی دعویٰ دپاره اودیارلس کلمات دتوحید اودیارلس اسماء حسنیٰ دی
په دی سورة کښی دوه حصی دی په اوله حصه کښی دوه بابونه دی اودا ترڅلویښتم آیت پوری ده اول باب تر نورلسم آیت پوری دی په دی کښی اوله دعویٰ ده بیاپنځه صفات د مؤمنانو مجاهدینودی بیا علتونه دی د اولی دعوی اویوقانون دی دقتال دپاره -
فائده: په دی سورة کښی حالات دغزوه بدر دی چه هغه په دوهم کال دهجرت درمضان په میاشت کښی وه په هغی کښی دری سوه دیارلس صحابه کرام وو او تقریباً (۱۰۰۰) کسان کافران وو په دی غزاکښی مؤمنانو فتح حاصله کړه اوډیر غنیمتونه ئی په لاس کښی راغلل هرکله چه دغنیمتونوپه باره کښی ددی نه مخکښی حکم شرعی نه وؤ نوددی وجی ددوی په مینخ کښی اختلاف راغی یوډله وه چه هغوی جنگ کړی وؤ هغوی وئیل دازمونږ حق دی اودوهمه ډله چه هغوی د رسول اللّٰه ﷺ حفاظت کولو دهغوی هم دحصی دعویٰ کوله نو اللّه تعالٰی په دی اول آیت کښی اوفرمائیل چه تقسیم دغنیمتونو ستاسو په اختیارکښی نه دی نودکورنئ داختلاف نه ځان اوساتئ اود اللّه تعالٰی اودهغه رسول دحکم مطابق ئی تقسیموئ اوتفصیل ددی به ددی سورة په آیت یوڅلویښتم کښی راشی -
(الْأَنْفَالِ) داجمع دنفل ده اونفل زیاتی ته وائی اشاره ده دی ته چه مقصد دجهاد اِعلاء دکلمة اللّه ده - غنیمت نه دی دوهمه اشاره ده دی ته چه په نفل څیزکښی اختلاف جوړول نه دی جائز - اوپه دی آیت کښی پنځه اداب دی (لِلَّهِ وَالرَّسُولِ) یعنی حکم دغنیمت خاص دی په اللّه تعالٰی او په رسول اللّٰه ﷺ پوری اللّه تعالٰی امرکوی اورسول ئی تقسیم کوی په امرد اللّه تعالٰی سره اوتقسیم ددی بل چاته نه دی سپارلی شوی (إِنْ كُنْتُمْ) اِن وئیلی شوی دی دډیرترغیب دپاره یا اِن په معنیٰ د اذ سره دی -