الأعراف ۱۹۰

فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهُ شُرَكَاءَ فِيمَا آتَاهُمَا فَتَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ

پس هرکله چه ورکړو اللّه تعالٰی دوی ته روغ موټ بچی نوجوړکړل دوی اللّه تعالٰی لره شریکان په هغه بچی کښی چه ورکړی ئی دی دوی ته پس لوی دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی -

اللّه تعالٰی سره شریک جوړول په اولاد کښی په یوڅوطریقو سره دی یوداچه وائی دا اولاد مالره فلانکی ولی او بزرگ راوبخلو دوهم داچه دهغه نوم عبدالنبی یا بنده علی یاپیربخش وغیره کیږدی - بل داچه هغه اولاد نذرکړی په نوم دغیراللّه باندی او داټول اقسام دشرک حقیقی دی په دلیل ددی قول سره چه فتعالی اللّه عما یشرکون -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل