هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَتْ دَعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی ئی تاسو دجنس یونه اوپیداکړی ئی ده ددغه جنس نه بی بی دده دی دپاره چه آرام اوکړی -
دا آیت تعلق لری دسورة ددوهمی او دریمی دعویٰ سره اوپه آیت کښی نهمه زورنه ده هغه ښځی خاوند ته چه هغوی اولاد د اللّه تعالٰی نه غواړی اوهرکله چه اولاد ئی پیداشی بیا دهغی نسبت د اللّه تعالٰی نه سیوا بل چاته کوی اوشرک کوی (مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ) داسی په سورة نحل (۷۲) او روم (۲۱) کښی دی په معنیٰ دجنس سره نودلته هم په معنیٰ دجنس سره دی اوآیت د بتداء نه ډټولوانسانانوسره تعلق لری اوداقول سمعانی دعکرمه نه نقل کړی دی - فائده: بعضوروایاتوکښی ذکرده چه دا آیت په باره د آدم علیه السلام او حوا کښی دی ابن کثیرپه هغه باندی په تفصیل سره رد کړی دی اول داچه عمربن ابراهیم ته ابوحاتم ضعیف وئیلی دی دوهم داچه دا دسمره نه موقوف نقل دی دریم داچه حسن بصری ددی راوی دی اوهغه په خپله وئیلی دی چه دوهم آیت کښی مراد اولاد آدم او حوا دی اوراوی چه دخپل روایت نه خلاف کوی نودا دلیل دی چه دده حدیث مرفوع ثابت نه دی -