وَكَمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا فَجَاءَهَا بَأْسُنَا بَيَاتًا أَوْ هُمْ قَائِلُونَ
او ډیرو کلووالا چه هلاک کړی دی مونږهغه پس راغی هغوی ته عذاب زمونږ په وخت دشپی کښی یابه دوی ارام کؤو په وخت دغرمه کښی -
دا ویره دنیوی ده یعنی عذاب د اللّه تعالٰی په وخت دغفلت دخلقو کښی راځی نوبیا توبی ته اوزگار نه وی مگرتوبه کوی په وخت دراتللودعذاب کښی لیکن هغه نه قبلیږی، په دی کښی دری احوال دمنکرینوذکر کړی دی اهلاک، غفلت، اقرارپه ظلم (أَهْلَكْنَاهَا) مراد ددی نه اراده د اهلاک ده یااجمال دی او ورپسی فا تفصیلیه ده (قَائِلُونَ) دقیلوله نه دی ارام کول په وخت دغرمه کښی که خوب ورسره وی اوکه نه وی اوپه قوم شعیب باندی عذاب په داسی وخت کښی راغلی وؤ (ظَالِمِينَ)مراد دظلم نه تابعداری نه کول دماانزل دی اوتابعداری دغیر ده -