الأعراف ۳

اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ

تابعداری کوئ دهغی چه نازل کړی شوی دی تاسوته دطرف درب ستاسونه اوتابعداری مه کوئ‌ خلاف د اللّه تعالٰی نه دنورو دوستانو ډیرکم نصیحت اخلئ‌ تاسو -

دا دوهمه دعویٰ ده داکیفیت د انذار او ذکریٰ دی (مَا أُنْزِلَ) قرآن او سنت مدارک، خازن، قرطبی ټولو وئیلی دی نوکوم کتاب یاپیرملا وغیره چه ددی نه خلاف وی نودهغه تابعداری مه کوئ - (أَوْلِيَاءَ) مراد دولایت نه تابعداری کول دی سره د محبت نه قرطبی وئیلی دی څوک چه راضی شو په یومذهب نواهل دهغه مذهب دده اولیاء شول (قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ) په دی کښی اشاره ده چه داسی صفت والاخلق په دنیاکښی ډیرکم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل