هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لَا يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا قُلِ انْتَظِرُوا إِنَّا مُنْتَظِرُونَ
انتظار نه کوی دوی مگرددی چه راشی دوی ته ملائک (دمرگ) یاراشی رب ستا (دخپل شان لائق) یاراشی بعضی (دعذاب نښی) درب ستا په کومه ورځ چه راشی بعضی نښی درب ستانه نفع به نه ورکوی هیڅ نفس ته ایمان راوړل دهغه چه ایمان ئی نه وی راوړی مخکښی ددی نه یائی نه وی کړی په حال دایمان کښی نیکی ته ورته اوایه انتظار کوئ مونږهم انتظار کؤونکی یو -
دا ویره دعذاب دنیوی ده تکذیب او اعراض کوونکو دقرآن ته یعنی دوی ته دلیلونه بیان شول اوقرآن هم دوی ته راغی لیکن دوی نه منی بلکه انتظار کوی دعذاب اودمرگ چه کله راشی بیابه ایمان راوړی لیکن هغه وخت ایمان نه قبلیږی (يَأْتِيَ رَبُّكَ) داد متاشبهاتو نه دی په ظاهرباندی ایمان دی بغیردتاویل او تحریف اوبغیردتمثیل اوتشبیه نه اوپه حقیقت دکیفیت ئی اللّه تعالٰی پوهیږی (بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ) ددی نه مراد وقت دغرغری دځنکدن دی او لمرختل دی دمغرب نه اوپه دی دواړو وختونوکښی توبه نه قبلیږی اوایمان راوړل هم نه قبلیږی (أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا) یومعنیٰ داده چه فائده به نه ورکوی یونفس ته عمل دخیر (یعنی توبه کول) چه نه ئی وی کړی په حال دایمان کښی خیر یعنی توبه ، تقدیردعبارت به داسی وی اونفسا لاینفعها عمل الخیرلم تکن کسبت فی ایمانها خیرا - دا ابن کثیروئیلی دی - دوهمه معنیٰ داده چه فائده نه ورکوی ایمان بالکل کله چه ایمان ئی نه وی راوړی مخکښی ددی نه یاایمان به فائده کامله نه ورکوی کله چه نه وی کړی په حال دایمان کښی نیک عمل، کامله فائده داده بغیردعذاب نه جنت ته داخل شی - نوپه دی توجیه سره په آیت کښی عموم دنفی دی چه دعدم دنفی دپاره مجموعه عدم دامرینوشرط کړی دی - او د مفهوم مخالف نه معلومه شوه چه د نفعی د پاره مجموعه عدم د امرینو شرط کړی دی اودادواړه توجیه دپاره دتردیددقول دمعتزلودی هغوی وائی چه دوهمی جملی نه معلومه شوه چه چاپه حال دایمان کښی عمل دخیرنه وی کړی نودغه ایمان ورته فائده نه ورکوی یعنی اورکښی به همیشه وی نودا دلیل دی چه مرتکب دکبیره گناه به په اور کښی همیشه وی اودا قول ددوی په نورودلیلونو شرعیوسره مردود اوباطل دی نوددی آیت چه مخکښی دوه توجیهاتو کی یوه اوکړی شی نواعتراض دمعتزلو نه واردیږی -