أَوْ تَقُولُوا لَوْ أَنَّا أُنْزِلَ عَلَيْنَا الْكِتَابُ لَكُنَّا أَهْدَى مِنْهُمْ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَّبَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَصَدَفَ عَنْهَا سَنَجْزِي الَّذِينَ يَصْدِفُونَ عَنْ آيَاتِنَا سُوءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يَصْدِفُونَ
یا دا اونه وایئ چه که نازل شوی وی په مونږباندی کتاب خامخا وی به مونږ ښه لارموندونکی ددوی نه پس یقیناً راغلی دی تاسوته واضح بیان دطرف درب ستاسونه اوهدایت او رحمت پس څوک ډیرلوی ظالم دی دهغه چانه چه دروغژن گنړی آیاتونه د اللّه تعالٰی اومخ گرځوی دهغی نه زردی سزابه ورکړو هغه کسانوته چه مخ گرځوی دآیاتونو زمونږنه بدعذاب په سبب ددی چه دوی مخ گرځوی -
دادفع ددوهم عذرده داسی د سورة فاطر (۴۲) کښی هم دی او (تَقُولُوا) نه مخکښی کراهیة لفظ په نیز دبصریانو او لئِلا په نیزدکوفیانو پټ دی (لَكُنَّا أَهْدَى مِنْهُمْ) دا دعویٰ دعربوپه دی وجه سره ده چه هغوی ځان کښی ډیرعقل اوتیزذهن اوپوره فکراوانابت گنړی (وَرَحْمَةٌ) نه روستو کذبتم جمله پټه ده (وَصَدَفَ عَنْهَا) لازمی او متعدی دواړه راتلی شی لیکن ابن کثیردلته متعدی معنیٰ غوره کړی ده یعنی (نورخلق منع کوی) اوبیازورنه ده اعراض کوونکوته دقرآن نه او دا سبب دعذاب دی ددی وجی نه په دی باندی بیابیا تصریح کړی ده -