المائدة ۱۰۹

يَوْمَ يَجْمَعُ اللَّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ قَالُوا لَا عِلْمَ لَنَا إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ

په کومه ورځ چه جمع کړی اللّه تعالٰی رسولان پس اوبه وائی څنگه قبول شوی وئ تاسو دوی به وائی هیڅ علم نیشته مونږلره بیشکه ته ښه پوهه ئی په پتوڅیزونو -

ربط دادی چه مخکی چه کوم احکام اوشرائع ذکر کړل نواوس تخویف اخروی ذکرکوی دپاره دهغه احکامومنلو (يَوْمَ يَجْمَعُ اللَّهُ الرُّسُلَ) جمع خودټولوامتونو سره درسولانونه ده لیکن سوال دانبیاؤ جدا دی دسوال دامتیانونه دوجی دشرافت درسولانونه دهغوی سوال او جواب ئی جدا ذکرکړی دی اومراد ددی نه ټول رسولان دی سره دآخری رسول نه (فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ) اشاره ده ددوی نه دتبلیغ تپوس نه کوی بلکه حال دامت تپوس کوی اجابت مستلزم دی دعوت لره یعن تاسو دعوت دتوحید او ددین کړی امتیانوته لیکن هغوی تاسوته څنگه جواب درکړی دی یاڅنگه اجابت (قبولیت) ستاسو کړی شوی دی اواجابت عام دی (قَالُوا لَا عِلْمَ لَنَا) (سوال) دسوال دانبیاؤنه څه فائده ده؟ (جواب) اثبات دعقیدی دنفی دعلم غیب دهغوی نه په دنیا کښی اوتوبیخ او زجر مخالفت کؤونکو ته - (سوال) انبیاؤ ته علم وؤ چه چا موافقت دهغوی کړی دی اوچانه دی کړی نوددی قول څه مقصد دی؟ (جواب (۱)) په ظاهری اقوالوسره چه کومه پوهه حاصلیږی هغه په اصل کښی علم نه دی بلکه ظن دی یعنی داجابت کوؤنکوپه حال باندی علم یقینی زمونږ نه وؤ بلکه صرف ظن وؤ دا جواب امام رازی ذکر کړی دی - (جواب (۲)) دقیامت د هیبت او دفرع دوجی نه به انبیاء داسی اوائی لیکن، قرطبی، خارن او رازی په دی جواب باندی ردکړی دی ځکه چه انبیاء علیهم السلام (وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ ،لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ) (جواب (۳)) داقول ددوی دپاره داظهار د انکسار او د تواضع دی لیکن مراد ددی نه انکساراوتواضع ده په نفس الامرکښی نه په طور ددروغو ځکه چه انبیاء علیهم السلام ددروغونه پاک اومعصوم دی - په دی دواړو جوابونوباندی بریلیانو خپل استدلال کړی دی یعنی دوی وائي چه انبیاء خوپه غیب باندی علم لری لیکن دهیبت دوجی یا دتواضع دوجی نه ئی ویلی دی لاعلم لنا؟ نوجواب به اوکړی (لَا عِلْمَ لَنَا بِمَااَحْدَثُوْا بَعْدَنَا) په هغه کارونو اوبدعاتو چه دی خلقو روستو دمرگ زمونږنه پیداکړی دی اوتائید ددی حدیث د حوض کوثردی چه بخاری او مسلم ذکر کړی دی چه په هغی کښی جواب دملائکو اخری نبی ﷺ ته داسی دی (انک لا تدری ما احدثوا بعدک) یقیناً ته نه پوهیږی چه دی خلقو ستانه روستو کوم بدعات پیداکړی دی (إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ) دا آیت صریح دلیل دی چه انبیاء علیهم السلام ترمرگ پوری عالم الغیب نه وؤ اوکوم کارونه چه امتیان کوی دهغه اعمالونه هم انبیاء علیهم السلام خبرنه دی اوپه کوم حدیث کښی چه عرض داعمالو (پیش کول) په نبی باندی ذکردی روستو دوفات دهغه نه نوهغه حدیث دروافضو دی اوحدیث ضعیف دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل