ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يَأْتُوا بِالشَّهَادَةِ عَلَى وَجْهِهَا أَوْ يَخَافُوا أَنْ تُرَدَّ أَيْمَانٌ بَعْدَ أَيْمَانِهِمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاسْمَعُوا وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ
داطریقه ښه نزدی ده دی ته چه راتلل به کوی دوی په شهادت سره په طریقه دهغی (دوجی دویری د اللّه تعالٰی نه) یابه اویریږی واپس به شی قسمونه ددوی پس دقسم کولو ددوی نه او اوریږئ د اللّه تعالٰی نه او واورئ اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم نافرمان ته -
په دی کښی دماقبل طریقی فائده ذکرکوی یعنی په شهادت او په قسم کښی ددروغونه دبچ کیدلودپاره دا طریقه ده (ذَلِكَ) ماقبل طریقی دفیصلی ته اشاره ده (عَلَى وَجْهِهَا) وجه په معنیٰ د دحقیقت اوطریقه اصلی ده (أَوْ يَخَافُوا) (سوال) اَوْ خودپاره دتردید اودتنویع او تخییرراځی دلته خودماقبل سره ددی هیڅ معنیٰ صحیح نه ده؟ (جواب) اَوْ دپاره دتنویع دی اومعطوف علیه پټ دی یعنی (یاًتوا بالشًَهَادة علی وَجهِهَا لِخَوُف اللّٰه اَویخافوا آه) یعنی صحیح او حقیقی شهادت به کوی دویری د اللّه تعالٰی نه اودهغه دعذاب نه (اودادمتقیانوحال دی) اویابه ویریږی ددی نه چه مخکنی قسمونه به ئی دروغژن ثابت شی نوواپس به کړی شی نوپه خلقو کښی به اوشرمیږی (دادعاموخلقوحال دی) (أَنْ تُرَدَّ أَيْمَانٌ) رد مقابل دی دقبول نودایمان مراد قسمونه دموصیٰ الیهم دی چه خیانت ئی کړی وی یارد په معنیٰ دپیش کولودی (الْفَاسِقِينَ ) دلته فسق نه مراد تقویٰ اوسمع پریخودل دی اودهدایت نه هدایت دحجت مراد دی -