يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
ای ایمان والو: شئ تاسو کلک دپاره د اللّه تعالٰی بیان کؤونکی شئ دانصاف او تیزدِ نه کړی تاسولره بغض دیوقوم په دی چه انصاف اونه کړئ - انصاف کوئ داډیرنزدی دی تقویٰ اواویریږئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونوچه تاسوئی کوئی -
داهم متعلق دی په اوفوابالعقود پوری اوترغیب دی ایفاء عقود ته په دری طریقوسره (قوام، عدل، تقویٰ ) او نهی دسبب دنقض عهدنه چه تعصب ددشمنئ دی (كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ) پوره استقامت کوونکی او پوره کوشش صرف کوونکی په حقوق اللّه کښی لِلَّهِ فقط د اللّه تعالٰی دپاره (شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ) دا حقوق العباد ته اشاره ده شهادت عام دی گواهی کول اودارنگ بیان اودعوت دحق خلقو ته په عدل اورشتیاسره چه دخپلو لحاظ نه وی او دشمنئ تعصب نه وی (وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ) اجرام باعث جوړیدل دی په جرم باندی (شَنَآنُ) دشمنئ او بغض دباطن ته وئيلی شی (قَوْمٍ) مراد ددی نه عام دی کافران مشرکان یاهغه خلق چه روستو دکفرنه ئی ایمان راوړی دی دا رنگ هغه څوک چه هغوی سره دنیوی عداوت وی نودغه دشمنی دترک عدل دپاره سبب نشی کیدلی (اعْدِلُوا) عام دی عدل په حقوق اللّه او حقوق العباد کښی -