وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُمْ بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
اویادکړی نعمت د اللّه تعالٰی په تاسوباندی (اوپوره کړی) وعده دهغه چه پخه کړی ده تاسوسره هغه کوم وخت چه اویل تاسو آوریدلی دی مونږ اوتابعداری کړی ده مونږ او اویریږئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبرو چه په سینوکښی دی -
داهم تعلق لری د اوفوبالعقود سره ، ترغیب دی ایفاء دعقودوته په دری طریقو سره اول ذکر دنعمت په طریقه دشکرسره دی اودلته نعمت نه مراد جنس نعمتونه دی چه بی شماره دی هدایت کول دین اسلام ته، ژوند، صحت وغیره اوهغه نعمتونه چه مخکښی آیت کښی ذکرشول (وَمِيثَاقَهُ) دا دوهمه طریقه دترغیب ده چه داعقود خو ستاسو په میثاق کښی داخل دی نوددی ایفاء واجب ده اکثرمفسرینووئیلی دی چه صحابه کرامو په وخت دبیعت د نبی ﷺ عقد کړی وؤ اوبیعت دنبی بیعت دی د اللّه تعالٰی سره ، اوبعضی مفسرینو وئیلی دی چه مراد ددی نه میثاق د یوم الذّر دی (الَّذِي وَاثَقَكُمْ بِهِ) توثیق د اللّه تعالٰی دطرف نه په هروخت کښی یاداشت ورکول دی په قرآن کښی اوپه ژبه د رسول اللّٰه ﷺ سره (وَاتَّقُوا اللَّهَ) دادریمه طریقه دترغیب ده اومراد دتقویٰ نه ځان ساتل دی دبی لوظئ نه اگرچه په زړه کښی وی اوپټه وی -