النساء ۱۷۱

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا

ای کتاب والو: زیاتی مه کوی په دین خپل کښی او مه وائی په اللّه تعالٰی باندی سیوا حق نه - یقیناً عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم رسول د اللّه تعالٰی دی اوکلمه (د کن) دهغه ده لیږلی وه مریم ته اوروح والادی دطرف دهغه نه پس ایمان راوړئ‌ په اللّه تعالٰی اوپه رسولانو دهغه اومه وائی چه (خدایان) دری دی منع شئ‌ (وی به) غوره ستاسودپاره ، یقیناً اللّه تعالٰی حق دار دبندگی یودی ، پاکی ده هغه لره چه وی هغه لره اولاد، دهغه په اختیار کښی دی هغه څه چه په اسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اوپوره دی اللّه تعالٰی ذمه وار -

په دی آیت کښی رد دی په شرک اعتقادی د نصاریٰ (لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ) دحد شرعی او دطریقی د شرع نه زیاتی کولوته غلووائی - اوداحرام دی مثلاً د عیسیٰ علیه السلام په باره کښی عقیده لرل چه دی الٰه دی یا ابن اللّه دی داغلوشرک دی یایوعمل د پیغمبر ﷺ دطریقی نه خلاف په بله طریقه کول اوهغی ته ثواب وئیل دابدعت دی - دارنگ دحد شرعی نه کمی کول (چه هغی ته تفریط وئيلی شی) داهم په غلو کښی داخل ده لکه چه یهودیانو د عیسیٰ علیه السلام په باره کښی تفریط کوؤ دهغه دنبوت نه ئی انکار کوؤ اوهغه ته ولدالزنا وائی نوغلو دلته په عامه معنیٰ سره ده - اوددی وجی نه روستو داسی صفات د عیسیٰ علیه السلام ئی ذکر کړی دی چه دافراط او تفریط په مینځ کښی دی مراد ددی نه کلمه د کُن ده چه په دغه کلمی سره بغیر دنطفی نه پیداشوی دی (رُوحٌ مِنْهُ) من دپاره دجهة دی اودانسبت دتشریف دپاره دی (وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ) دنصاریٰ په باره دتثلیث کښی مختلف اقوال دی چه په تفسیر دسورة مائده کښی ذکر کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل