يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِنْ رَبِّكُمْ فَآمِنُوا خَيْرًا لَكُمْ وَإِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
ای خلقو: یقیناً راغلی دی تاسوته رسول دپاره دحق بیانولو دطرف درب ستاسو نه پس ایمان راوړئ وی به غوره تاسولره او که کفر اوکړو تاسو پس یقیناً اللّه تعالٰی لره اختیار دی دهغه څه چه په آسمانونو کښی دی اوپه ځمکه کښی دی او دی اللّه تعالٰی پوهه حکمتونووالا -
ددی آیت نه ترآخره پوری دریم باب دی صدق د رسول اللّٰه ﷺ اوردپه شرک اعتقادی اوصدق دقرآن او آخر کښی بیان دیوحکم میراث - لکه چه دسورة په اول کښی داسی عام خطاب وؤ نوپه آخرکښی هم عام خطابات راوړی دپاره ددعوت ایمان په آخری رسول اوقرآن باندی (وَإِنْ تَكْفُرُوا) ددی جزا پټه ده - (ضرربه په تاسوباندی وی) -