النساء ۱۳

تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

دا (حکمونه) پولی د اللّه تعالٰی دی، اوچاچه تابعداری اوکړه د اللّه تعالٰی اورسول دهغه داخل به کړی اللّه تعالٰی ده لره جنتونوته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی اوداکامیابی لویه ده -

دتاکید دحکم دمیراث دپاره ئی منونکوته بشارت (زیری) ذکرکړو اونه منونکوته ویره دعذاب اخروی ئی ذکر کړه احکام الٰهیه ته پولی ځکه وائی چه هغه کښی زیاتی کول اوکمی کول منع دی اول فعل دبدعت دی دوهم عمل دفسق دی (وَرَسُولَهُ) په دی کښی اشاره ده چه نوراحکام دمیراث داحادیثونه اخیستل ضروری دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل