النساء ۱۲

وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكُمْ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِنْ كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلَالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ فَإِنْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاءُ فِي الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَا أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَارٍّ وَصِيَّةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ

اوتاسولره نیمه دهغه مال نه ده چه پریخودلی وی ښځو ستاسو که چیری نه وی دوی دپاره هیڅ اولاد پس که وی دوی دپاره اولاد پس تاسو لره څلورمه حصه ده دهغه مال نه چه پریخودلی وی دوی روستو دپوره کولو دوصیت نه چه وصیت کوی دوی په هغی سره اود ادا دقرض نه اود ښځو دپاره څلورمه حصه دهغه مال نه چه پری خودلی وی تاسو که چیری نه وی تاسولره څه اولاد، پس که چیری وی تاسودپاره اولاد، پس ښځولره اتمه حصه ده دهغه مال نه چه پریخودلی وی تاسو روستو دپوره کولو دوصیت نه چه وصیت کوئ تاسو په هغی سره اود ادا دقرض نه - اوکه چيری وی سړی چه میراث ترینه اوړلی مونډوتی میراث یازنانه داسی وی یازنانه داسی وی اودهغه دپاره رور یاخور وی (دمورنه صرف) پس هریولره ددی دواړونه شپږمه حصه ده پس که دوی وی زیات ددی نه پس دوی برابربرخووالادی په دریمه حصه کښی پس دپوره کولو دوصیت نه چه وصیت کیدی شی په هغی سره اود ادا دقرض نه - نه به يئ ضرر ورکؤونکی (په وصیت سره) داکلک حکم دی د اللّه تعالٰی دطرف نه او اللّه تعالٰی پوهه دی صبرناک دی -

په دی آیت کښی میراث دی د زوجیت دښځی خاوند متعلق څلور مسئلی دی او دکلٰلة متعلق پنځه مسئلی دی (كَلَالَةً) هغه ته وائی چه پلاراونیکه ئی نه وی اوپه اولاد کښی هم نارینه نه وی په دواړو طرفونو عاجزوی زورئی نیشته ددی وجی نه ورته کلاله وئیلی شی (أَخٌ أَوْ أُخْتٌ) رونړه خویندی دری قسمه دی (۱) هغه چه موراوپلار کښی شریک وی دیته اعیانی وائی (۲) چه پلارکښی شریک وی اومیندی ئی جداجدا وی دیته علاتی وائی (۳) چه مورکښی شریک وی او پلارئی جداجدا وی دیته اخیافی وائی په دی آیت کښی مراد د رور خورنه اخیافی دی قول دعبداللّه ابن مسعود رضی اللّه عنه په دی کښی شاهد دی هرکله چه ددوی رشته صرف دزنانه په وجه ده ځکه ئي‌ میراث د زوجیت سره یوځای ذکر کړه اوپه دی کښی دنارینه او دزنانه حصی دمیراث برابردی (غَيْرَ مُضَارٍّ) یعنی وصیت به د دریمی حصی دمال نه زیات نه وی دارنگ چه ورثه غریبان وی نووصیت دِ نه کوی دیته ضرر وائی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل