آل عمران ۲۰۰

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

ای ایمان والو: صبرکوئ او وینا دصبرکوئ اوتیاری کوئ‌ دجهاد اوویریږی د اللّه تعالٰی نه ددی دپاره چه کامیاب شئ -

دا آیت دټول سورة خلاصه ده (اصْبِرُوا) کښی رسالت ته اشاره ده - صبرکلک والی په سنت د نبی ﷺ سره راځی (صَابِرُوا) کښی اشاره ده جهادته ددی یو معنیٰ تلقین دصبردی بله معنیٰ داده په مقابله ددشمن کښی په صبرکولو کښی غالب شئ (رَابِطُوا) کښی اشاره ده انفاق فی سبیل اللّه ته ددی یوه معنیٰ داسلام سرحد ساتل دی (وَاتَّقُوا اللَّهَ) کښی توحید مراد دی دا اصول دفلاح او دکامیابی دی - دارنگ اصبرو، کښی اولی حصی دسورة ته اشاره ده یعنی صبرکول په مقابله داعتراضونو کولو دنصاریٰ (اهل زیغ) - (صَابِرُوا) کښی دوهمی حصی ته اشاره ده یعنی دقبائحو داهل کتاب مقابله اوکړئ (وَرَابِطُوا) کښی دریمی حصی ته اشاره ده یعنی قوانین دنظم داتفاق اودعوت باندی ځان کلک کړئ (وَاتَّقُوا) دڅلورمی حصی سره تعلق لری یعنی په هغه خصلوتونو عمل اوکړئ چه دفع دهزیمت پری راځی اودقبائحو دمنافقانو او یهودیانونه ځان بچ ساتئ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل