وَإِنَّ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَمَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ خَاشِعِينَ لِلَّهِ لَا يَشْتَرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
اویقیناً بعضی دکتاب والو نه ضرورهغه دی چه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی تاسوته اوهغه کتابونه چه نازل کړی شوی دی دویته عاجزی کؤونکی دی اللّه تعالٰی ته نه آخلی په آیاتونو د اللّه تعالٰی عوض لږ (دنیا) دغه کسان دوی لره ثواب ددوی دی په نزد درب ددوی ، یقیناً اللّه تعالٰی زرحساب کؤونکی دی -
دادعام بشارت نه روستو خاص حلقوته بشارت دی اوصفات دحق پرست علماؤ دی (أَجْرُهُمْ) مراد ترینه اجردهغه عملونودی اواشاره ده قبولیت دعملونو ددوی ته اودغه دری صفتونه سبب دی دپاره دقبولیت داعمال صالحه -