آل عمران ۱۹۵

فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ

پس قبول کړی دعاگانی ددوی رب ددوی (ځکه) چه زه نه بربادؤوم عمل دنیک عمل کؤونکی ستاسونه که نارینه وی اوکه زنانه وی بعضی ستاسو دجنس دبعضو نه دی پس هغه کسان چه هجرت کړی دی او ویستلی شوی دی دکورونو خپلونه اوکړولی شی په لارځما کښی اوجنگونه ئی کړی دی اووژلی شوی دی خامخا لری به کړم ددوی نه بدئ ددوی اوخامخا داخل به کړم دوی جنتونوته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی، بدله داللّه تعالٰی دطرف نه او اللّه تعالٰی سره ښائسته بدلی دی -

یعنی دادعا په مخکښی صفاتوسره قبوله ده - عمل نه مراد دعاده یعنی نارینه اوزنانه یوجنس دی دواړه انسانان دی نودعا ددواړو قبلیږی اوبیا پنځه صفات ذکر کوی دلویودرجاتو دحاصلولو دپاره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل