فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ
په دی کښی نښی دی ښکاره (دقدرت د اللّه تعالٰی) یودهغی نه ځای دابراهیم علیه السلام دی اوڅوک چه داخل شو دی ته وی به امن والا او دی اللّه تعالٰی دپاره په خلقو باندی حج دبیت اللّه (فرض دی) په هغه چاچه طاقت لری هغی ته دلاری اوچاچه کفراوکړو (په انکاردحج سره) پس یقیناً اللّه تعالٰی غنی دی دټولو خلقو نه -
(آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ) حجر اسود ، ملتزم. رکن یمانی، زمزم، نزول دانوارالٰهیه ، اطمینان دزړونو په لیدلو دهغی ، داټول آیات بینات دی (كَانَ آمِنًا) یومراد دادی چه څوک بیت اللّه ته په ایمان سره داخل شو نود اللّه تعالٰی دعذاب نه به په امن سره وی ، بل مراد دادی حرم ته چه څوک داخل شو نوهغه شرعاً په امن دی دهغه بی عزتی، قتل کول ډیرغټ گناه دی (وَلِلَّهِ) دائی ځکه اوفرمائیل چه مشرکانو حج ریاء اوداحترام دخپلو معبودانو دپاره کوؤ (مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ) مبتدائی پټه ده یو دهغی نه مقام ابراهیم دی هغه یوه گټه ده چه ابراهیم علیه السلام په هغه اودریدلو په وخت دآبادئ کولو دکعبی کښی - یا مراد په دی سره ځایونه داودریدلو دابراهیم علیه السلام دی دپاره دمونځ او دعاگانو کولو نوهغی کی مسجد حرام ، صفا مروه، منیٰ ، مزدلفه ټول داخل وی (مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا) مراد ددی نه توښه اوزاد سفر دحج اوکرایه دسورلئ زیاتی دضروریاتو دکورداهل اوعیال نه (وَمَنْ كَفَرَ) څوک چه انکارکوی دفرضیت دحج نه نوهغه کافردی -