إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ
یقیناً اول کور چه مقرر کړی شوی دی خلقو دپاره ضرور هغه دی چه په مکه معظمه کښی دی دبرکت نه ډک دی اوهدایت دی دپاره دخلقو -
په دی آیت کښی څوارلسم قباحت دهغوی ذکر کوی ، اوجواب دسوال دی سوال دادی دوی وئیل چه مونږ ستاسو نه غوره یو ځکه چه زمونږه قبله ستاسو د قبلی نه مخکښی ده؟ جواب اوشو چه دادلیل غلط دی (بَكَّةَ) مسجد حرام ته وئیلی کیږی اومکه ټول ښار ته وئیلی کیږی (مُبَارَكًا) مبارک ځکه دی چه دلږعبادت ثواب پکښی ډیر دی یولمونځ دمسج حرام په یولاکهه ثواب لری اودنیوی برکات هم پکښی شته - (هُدًى) هدایت ځکه دی چه قبله دټول مخلوق مخکنو اوروستنو اومرکز دهدایت هم دی (وُضِعَ) مراد ددی نه مقرر کول دپاره دعبادت دی (لِلنَّاسِ) دلیل دی چه کعبه قبله دټولو خلقو وه ماسیوا د نبی ﷺ نه چه د هغه دپاره شپاړلس یا اوولس میاشتی قبله بیت المقدس وه اوبیا منسوخ شوه -