آل عمران ۹۲

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ

هیچ چیری به حاصل نه کړئ تاسو نیکی ترهغی چه خرچ کړئ‌ دهغه څه نه چه خوښوئ ئی تاسو اوهغه چه خرچ کوئ څه شی پس یقیناً اللّه تعالٰی په هغی ښه پوهه دی -

مطلب دادی چه فدیه پس دمرگ ځکه نه قبلیږی چه په دغه وخت کښی مال محبوب نه وی اوقبولیت هله وی چه محبوب مال خرچ کړی او (مِمَّا تُحِبُّونَ) عام دی د دنیا مشری اقتدار رتبه مالونه وغیره د اللّه تعالٰی د دین دپاره قربان کول (الْبِرَّ) ددینه مراد ثواب دنیکئ دی اوهغه جنت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل