إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِمْ مِلْءُ الْأَرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَى بِهِ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ
یقیناً هغه خلق چه کفرئی کړی دی اومړه شو حال دادی چه دوی کافران دی پس هیچ چیری به قبول نه کړی شی دهیچا ددوی نه ډکه ځمکه سره زر اگر که بدله ورکړی په هغی سره دغه کسان دپاره ددوی عذاب دردناک دی اونیشته دوی لره امدادیان -
ددی آیت مطلب دادی چه توبه نه اوباسی اوپه کفرباندی مړشی نوکه څوک دده په فدیه کښی ډکه ځمکه سره ورکړی یادی په خپله دځان دطرف نه په ورځ دقیامت فدیه ورکوی نودانه قبلیږی نومعلومه شوه چه په ژوند کښی دتوبی کولونه بغیر بله طریقه دنجات نیشته - داسی په سورة مائده (۳۶) او سورة انعام (۷۰) کښی دی -