يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنْزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنْجِيلُ إِلَّا مِنْ بَعْدِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
ای کتاب والو: ولی جگړه کوئ په باره دابراهیم علیه السلام کښی اونه دی نازل کړی شوی تورات اوانجیل مگر روستو دهغه نه آیا پس دعقل نه کارنه آخلئ -
په دی آیت کښی دوهم قباحت ذکرشو ، نسبت ددین باطل ابراهیم علیه السلام ته یعنی دوی ویل چه یهودیت نصرانیت دین دابراهیم علیه السلام دی نوددی رد کوی په څلورو آیاتونو کښی - اول په دی آیت کښی دی اوحاصل درد دادی چه یهودیت اونصرانیت دینونه خو دنزول تورات او انجیل نه روستو جوړشوی دی اوابراهیم علیه السلام خو دتورات او انجیل نه ډیر مخکښی پیدا شوی دی نوهغه څرنگ یهودی یانصرانی شو -