قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ
اوایه ای کتاب والو: راشئ هغی کلمی ته چه برابره ده په مینځ ځمونږ او ستاسو کښی چه بندگی نه کؤو مگردیو اللّه تعالٰی اونه به شریکؤو دهغه سره هیڅ شئ اونه به نیسی بعضی ځمونږ بعضولره اختیارمند دحکم سیواد اللّه تعالٰی نه پس که دوی مخ واړؤو پس اووائ خبرشئ چه یقیناً مونږ توحید منونکی یو -
ددی آیت نه تر (۱۰۱) پوری دوهمه حصه دسورة ده - په دی کښی بیان دصدق درسول دی په ذکردڅوارلس قبائحو دمنکرینو کتابیانو او په دی کښی د دری سوالونو جوابونه دی په (۹۶،۹۳،۷۹) کښی - ددی آیت مطلب دادی چه کلمه د توحید ظاهری طورباندی تاسو هم منئ اومونږهم منو، نوراځئ ددی تشریح واورئ اوپه هغی باندی خپله عقیده صحیح کړئ ، په اوله جمله کښی بیان دحق د اللّه تعالٰی دی ، په دوهمه جمله کښی رد دی په شرک فی الالوهیت اوپه دریمه جمله کښی رد دی په شرک فی الربوبیت باندی (أَرْبَابًا) مراد ددی نه هغه څوک دی چه هغه سره اختیاروی دحلالولواوحرام کولو اودا اللّه تعالٰی پوری خاص دی ، پیغمبر ﷺ له هم دااختیار نیشته ، دحل او حرمت نسبت پیغمبرته مجازی دی په اعتباردبیان اود تشریح کولو دی - دلته دربوبیت نه قدرت او خلق اوتصرف مراد نه دی ځکه هغوی په دی کښی شرک نه وؤ کړی - په دی آیت کښی دمنکرینو اول قباحت ذکر شو، شرک کول -