إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
کوم وخت چه اویل اللّه تعالٰی ای عیسیٰ یقیناً ځه پوره اخلم تالره اوپورته کوم تاځان ته اوبچ کؤوم تالره دکافرانو نه اوگرځؤوم به هغه کسان چه ستاتابعدار دی غالب په کافرانو باندی ترورځ دقیامت پوری بیاماته واپسی ستاسوده پس فیصله به اوکړم په مینځ ستاسو کښی په هغه څه کښی چه تاسو په هغی کښی اختلاف کوئ -
داتدبیر داللّه تعالٰی دی دپاره دبچ کولو د عیسیٰ علیه السلام (مُتَوَفِّيكَ) توفی دعربی په لغت کښی پوره اخیستل دڅیزته وئیلی شی ، اودمرگ په معنیٰ مجازاً راځی نودلته حقیقی معنیٰ مراد ده ځکه چه د عیسیٰ علیه السلام دوباره راکوځیدلوکښی احادیث په تواترسره راغلی دی اودامسلمانانوعقیده ده اوتوفی په معنیٰ داوده کولو سره هم راځی لکه په سورة انعام (۶۰) کښی دی لیکن هغه معنیٰ دلته غوره نده (وَرَافِعُكَ) مراد ددی نه رفع حقیقی ده قرآن کریم کښی رفع (۲۹) کرته ذکرده دهغی نه (۱۷) کرته په معنیٰ حقیقی او (۱۲) کرته په معنیٰ مجازی سره ده اودلته هم معنیٰ حقیقی مراد ده مجاز اخستلو ته هیڅ ضرورت نیشته - (وَمُطَهِّرُكَ) پاک ساتلو نه مراد لری ساتل دهغوی دپلیتو کارونو او ارادو نه (فَوْقَ) اوچت والی په مرتبه کښی اوپه حجت کښی مقصد دی حکومت ورکول مقصد نه دی (إِلَيَّ) د متشابهاتونه دی اومراد ترینه هغه ځای دی چه دبل چا اختیار پکښی نه چلیږی او هغه آسمان دی ، إِلَيَّ په صفت د اللّه تعالٰی کښی ډیرکرته راغلی دی لکه الیه یصعد الکم الطیب او الیه ترجعون ، د عیسیٰ علیه السلام تابعدار هغه خلق دی چه عقیده دتوحید لر ی او عیسیٰ علیه السلام د اللّه تعالٰی رسول گنړی اودا ددی امت مؤمنان دی -