وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ
اوچلونه جوړکړه دوئ (دقتل دعیسیٰ علیه السلام) اوپت تدبیراوکړو اللّه تعالٰی (دهغه د بچ کولو) او اللّه تعالٰی غوره دتدبیرکؤونکو دی -
مکرنه مراد دی گمراهئ ته دعوت ورکول اوپټی جرگی کول اوتدبیرونه جوړول دپاره دقتل د عیسیٰ علیه السلام اومکرداللّه تعالٰی نه مراد پټ تدبیرکول دپاره دبچ کولو د عیسیٰ علیه السلام (مَكَرُوا) ضمیراهل کفرته راجع دی ، مکرددوی داوؤ چه اول ئی په عیسیٰ علیه السلام په خپل مذهبی عدالت کښی حکم دالهاد اودقتل اوکړو بیائی شاه روم په عدالت کښی په هغه باندی دبغاوت او دپانسئ حکم اوکړو نوجیل ته ئی واچوؤ -