آل عمران ۵۰

وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ

اورالیږلی شوی یم رشتینی کؤونکی دهغه چه ځمانه مخکښی (نازل شوی دی) چه تورات دی اوچه حلال کړم تاسولره بعضی هغه څه چه حرام کړی شوی دی په تاسوباندی اوراوړی دی ماتاسوته نوری نښی دطرف درب ستاسونه پس اویریږئ د اللّه تعالٰی نه (په شرک پری خودلو) اوتابعداری اوکړئ ځما -

بعضی حرام شوی څیزونه په یهودیانو ، سورة انعام (۱۴۶) کښی ذکر دی هغه ئی دوی لره حلال کړل په طریقه دنسخ سره اویا مراد ددی نه هغه څیزونه دی چه باطل پرست ملایانوپه دوی باندی بی دلیله حرام کړی وؤ هغه ورته عیسیٰ علیه السلام حلال کړل اوپه دی معنیٰ سره بعضی نه مراد کل دی لیکن هرکله چه دوی کوم حرام گنړل دادهغی نه بعضی وؤ ځکه ورته بعض اوفرمایل (فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ) په دی کښی مسئله دسنت ذکرده اودا دعوت د ټولو انبیاؤ علیهم السلام دی لکه چه په سورة شعراء کښی ذکر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل