وَرَسُولًا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُمْ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنْفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ وَأُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللَّهِ وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
او (لیږدوی) رسول بنی اسرائیلو ته چه یقناًما راوړی دی تاسوته معجزی درب ستاسو چه یقیناً جوړوم تاسو لره دخټی نه په شان دشکل دمرغئ پس پوکی به کؤوم په هغی کښی پس شی به الوتونکی مرغئ په حکم د اللّه تعالٰی سره او جوړوم زیږیدلی ړوند اوبرگی والا اوژوندی کوم مړی په حکم د اللّه تعالٰی سره اوخبردرکوم تاسوته په هغه څه چه خورئ اوهغه څه چه ذخیره کوئ تاسو په کورونو ستاسو کښی یقیناً په دی کښی دلیلونه دی (دتوحید اورسالت) تاسولره که تاسو ایمان راوړئ -
(رَسُولًا) اشاره ده چه بدکار نه دی لکه چه یهودیان وائی اوالٰه یا ولد د اللّه تعالٰی نه دی لکه چه نصاریٰ وائی - په عیسیٰ علیه السلام کښی دطب دیونان لویه چرچه وه علاجونه به ئی کول نواللّه تعالٰی ده لره هغه معجزات ورکړل چه دعلاج سره تعلق لری چه معلومه شی چه حکماء هم ددی نه عاجز دی - نودهرنبی معجزه دهغه دوخت سره مناسبه وی (لَكُمْ) دپاره دایمان راوړلو ستاسو -