قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
اوایه که تاسو مینه کوئ د اللّه تعالٰی سره پس تابعداری اوکړی ځما ، مینه به اوکړی تاسوسره اللّه تعالٰی اوبخنه به اوکړی تاسوته گناهونو ستاسو او اللّه تعالٰی بخونکی رحم کؤونکی دی -
دی آیت کښی ترغیب دی په محبت د اللّه تعالٰی په ذریعه دتابعدارئ د نبی ﷺ او تابعدارئ د نبی ﷺ کښی ئی دوه فائدی بیان کړی دی یو محبت د اللّه تعالٰی دوهم مغفرت دگناهونو، په دی آیت کښی رد دی په هغه چا باندی چه دعویٰ کوی دمحبت د اللّه تعالٰی اوخلاف کوی دطریقی د نبی ﷺ نه دغه جاهلان پیران او ملنگان دی - اورد دی په هغه چاچه ثواب غواړی د اللّه تعالٰی نه اودهغه عمل خلاف وی د طریقی نبی ﷺ نه لکه بدعیان ملایان او امیان شول - محبت د اللّه تعالٰی دهغه سره نزدیکت ته وائی - دارنگ د هغه نه امید دثواب لرل - نودارد دی په هغه چاچه اللّه تعالٰی ته وسیله کوی طریقی دشرک اودبدعاتو او حال داچه وسیله اللّه تعالٰی ته تابعداری د نبی ﷺ ده -
فائده: اتباع ویلی کیږی په عمل کښی اوپه طریقه کښی په چاپسی تلل اواطاعت وئیلی کیږی په وینا کښی تابعداری کول یعنی وینا منل -اوکله اطاعت عام مستعملیږی -