آل عمران ۳۰

يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِنْ سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ

په کومه ورځ چه اومومی هرنفس هغه عمل چه کړی وی ده خیرحاضر او هغه عمل چه ده کړی وی دبدئ نه غواړی چه وی په مینځ ددی نفس او ددی عمل کښی مزل لری اوویره وی تاسولره اللّه تعالٰی دځان نه ، او اللّه تعالٰی ډیرمهربان دی په خپلو بندگانو -

دی آیت کښی تخویف اخروی دی هغه چالره چه دوستانه کوی دکافرانو سره (مِنْ خَيْرٍ ) او (مِنْ سُوءٍ) بائیکاټ کول دکافرانونه خیردی او دوستانه ساتل دهغوی سره سوء دی اوهرخیراوسوء ته هم شامل دی (بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ) ضمیردها نفس ته راجع اوضمیرد (ه) سوء ته راجع دی یایوم ته (يُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ) مخکی تحذیرددوستانی دکافرانو سره متعلق وؤ اودا تحذیرداعمالو دخیرسره تعلق لری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل