آل عمران ۱۴

زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الْمَآبِ

ډولی کړی شوی ده خلقو ته مینه دهغه څه چه نفس ئی غواړی دزنانونه اوځامن اوخزانی جمع کړی شوی دسروزرونه او سپینو زرو نه او اسونه ښایسته اوڅاروی اوفصلونه - دا لږه مزه دژوند دنیوی ده، اود اللّه تعالٰی سره ښه ځای د ورگرځیدلو دی -

په دی آیت کښی تذلیل ددنیا ذکر شوی دی اشاره ده چه ډیروالی دمالونو هم فائده نه ورکوی مطلب دادی چه محبت طبعی ددی څیزونو (اگرکه بی اختیاره دی) لیکن هغی لره غوره والی ورکول اوترجیح ورکول دیته تزيين وائی (مَتَاعُ) هغه مرداره ده چه خوری هغی لره مجبوره سړی په وخت دمجبورئ کښی (نظم الدرر) (زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ) هغه څیزونه چه دانسان طبیعت او نفس ئی غواړی اوهغه بی اختیاره وی لیکن هغه غوره کول دآخرت اوددین په څیزونوباندی گناه دی اوبیا په هغی کښی دځان دپاره فائدی گنړل چه تزیین دی ډیرگناه دی - اوپه دی کښی اووه څیزونه په ترتیب سره ذکر کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل