قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ
یقیناً شته ستاسودپاره نښه په دوؤ ډلوکښی چه مخامخ شول یوه ډله جنگیدله په لارد اللّه تعالٰی کښی اوبله ډله کافره وه لیدل دوی لره هغوی دوچند خپل په ښکاره لیدلو سره او اللّه تعالٰی مضبوطوی په مدد خپل سره چاله چه اوغواړی یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی خاوندانودپوهی لره -
داذکردواقعی دبدر دی، مثال دعذاب دمنکرینو اوزیری دپاره دمؤمنانو اواشاره ده چه ډیروالی دافرادو هیڅ فائده نه ورکوی په وخت دنزول دعذاب الٰهی کښی - مؤمنانولیدل کافرانو لره دځان نه دوچند، یعنی ډیرزیات په اول حال کښی اوکافرانو لیدل مؤمنانولره ډیرزیات په آخری حال کښی اودمینځ حال سورة انفال (۴۴) کښی ذکر دی - نوپه دی آیت کښی یرونهم ، کښی ضمیردفاعل مؤمنانوته اوضمیردمفعول کافرانوته راجع دی اوپه عکس سره دواړه جائز دی (لَعِبْرَةً) په دی کښی تنوین دپاره دتعظیم دی یعنی دهدایت اوبصیرت دپاره لوئ سبق دی -