البقرة ۲۷۹

فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ

پس که اونکړوتاسو داکار پس خبرشئ په جنگ د اللّه تعالٰی اود رسول دهغه، اوکه توبه اوکړه تاسو پس تاسولره اصل د مالونو ستاسودی ظلم به نه کوئ تاسو اونه به په تاسو ظلم کیدی شی -

دجنگ نه مراد دادی چه دوی د اللّه تعالٰی اودرسول دشمنان دی مسلمانانوله په کاردی چه ددوی سره جنگ اوکړی (لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ) اشاره ده چه په اسلام کښی ظالم کیدل اومظلوم کیدل دواړه نه ځان ساتل په کاردی دلته داول ظلم نه مراد دربٰوا مال، غوښتل دی اودوهم نه مراد رأس المال نه واپس کول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل