البقرة ۲۷۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ

ای ایمان والو اویریږئ د اللّه تعالٰی نه او پریږدئ هغه مال چه باقی پاتی وی د سود نه، ځکه چه تاسو مؤمنان یئ -

په دی آیت کښی خاص خطاب دی مؤمنانو دپاره دبچ کیدلو دربٰوا دټولوطریقو نه او د (ذَرُوا مَا بَقِيَ) مابقی مطلب دادی چاته دسودرقم پاتی وی نوهغه دی ورله پریږدی - دارنگ په ملک دمسلمانانو کښی چه طریقی دسودوی هغه ټولی پریخودل په کار دی اواشاره ده چه دایمان تقاضا داده چه ربٰوا به نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل