مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ
فائده ورنه کړه ده ته مال دده او هغه څیز چه ده گتلی وؤ -
(مَالُهُ) اشاره ده چه دی مالدار وؤ او اغناء دمال دوه قسمه وی یوداچه د مالدارئ (دصفت) د وجی دهغه لحاظ اوکړی شی دوهم داچه مال په فدیه کښی ورکړی او دعذاب نه بچ شی دا دواړه قسمونه دلته نفی دی او (كَسَبَ) عام دی اولاد ته شامل دی ځکه چه په حدیث د ابوداؤد کښی راغلی دی چه ولد هم کسب د انسان دی - او دارنگه دده مرتبه وجاهت او تابعداران او کیدونه په مخالفت د نبی ﷺ او هغه مال چه ده په تجارت وغیره سره گټلی دی یا هغه عملونه چه ده گمان کوؤ چه دا ښائسته عملونه دی لکه چه منقول ده چه ده د نبی ﷺ د ولادت په زیری کښی خپله وینزه آزاده کړی وه نو لفظ د کسب دی ټولو ته شامل دی -