اَلْکَافِرُوْن ۳

وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ

او نه تاسو بندگی کوؤنکی ئی دهغه چاچه زه ئی بندگی کوؤم -

دا نفی ده دجانب د کافرانو نه - (سوال) مشرکان خو بعضی عبادتونه د اللّه تعالٰی کوی لکه چه مخکښی ذکرشوی دی نودلته څه رنگی نفی دمطلق عبادت ئی دهغوی نه اوکړه؟ (جواب) مراد د عبادت نه عبادت شرعیه دی چه هغه بنا دی په توحید باندی اوپه هغوی کښی عبادت په طریقه د توحید سره نیشته - نو عبادت ددوی اللّه تعالٰی لره کالعدم شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل