اَلْهُمَزَة ۶

نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ

اور د اللّه تعالٰی دی چه بل کړی شوی دی -

دا تفسیر دحطمة دی (الْمُوقَدَةُ) چه اللّه تعالٰی بل کړی دی نو څوک دهغی د مړکولو وس نه لری اوپه حدیث ترمذی کښی وارد دی چه اور د جهنم زرکاله بل کړی شو نو سور شو بیا زرکاله بل کړی شو نوسپین شو بیا زرکاله بلی کړی شو نو تک تورشو همیشه دپاره به داسی وی (الَّتِي تَطَّلِعُ) یعنی ټول بدن به اوسیزی تردی پوری چه زړه ته اورسیږی - او دزړه تخصیص ئی په دی وجه سره اوکړو چه هغه محل د فاسدو عقیدو او د محبت د مال وو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل