فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ
نوهغه څوک چه درانه وی عملونه د تللو د هغوی -
دا ذکردتقسیم د انسانانودی روستو د بعث بعدالموت نه او اول حال دمؤمنانودی په طریقه د بشارت سره (مَوَازِينُهُ) غوره داده چه د چا به نفس عمل تللی شی اود چا هغه به مجسم کړی شی اود چابه صحیفی تللی شی اود مؤمنانو کافرانو ټولود دپاره به وزن کیدی شی اودارنگ اختلاف دی چه میزان یودی لیکن په اعتبار داعمالو سره ئی ورته جمع وئیلی ده یا میزانونه ډیردی (واللّه اعلم) (ثَقُلَتْ) ثقل دروندوالی په سبب دډیروالی سره نه دی بلکه په سبب داخلاص اودعقیدی دتوحید اواتباع سنت سره دی اگرچه لږعمل وی - اودارنگ سپکوالی د عمل د کم والی دوجی نه نه دی بلکه د وجی دشرک اود بدعاتو او مخالفت د کتاب اوسنت دوجی نه دی اودیته اشاره کړی ده خازن په خپل تفسیرکښی ثقل سره ئی اتباع دحق اوخفت سره ئی اتباع باطل ذکرکړی ده -