يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ
په هغه ورځ چه شی به خلق په شان د پتنگانو خواره واره -
په دی کښی ذکر دبعضی احوالو دی (كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ) فراش پتنگان یعنی هغه چینجی دی وزرو والا چه په چراغ او په اور باندی را جمع کیږی - تشبیه ددوی سره په ډیرو صفتونو کښی ده، ډیروالی خوریدل د هرطرف نه کمزوری او ذلت (الْمَبْثُوثِ) یعنی یوطرف خاص ئی معلوم نه وی بلکه هرطرف ته الوځی -